دختیځ ادبي بهیر غړو ځپله ۵۱ ناسته ترسره کړه
عرفان الله بیدار عرفان الله بیدار

 

 

دختیځ ادبي بهیر ملګرو د روان ۱۳۹۲ ه کال د سرطان په ۲۷ مه نیټه خپله اونیزه ناسته بیا هم دننګرهار اړوند د میدوتیک انګړ کي وکړه.

 یاده ناسته چي مشري یي بازمحمد عابد کوله کوربه یي عزت الله ځواب و او ددریځ چاري اخمد جمال جمال سره وې. دمخمود خزان له خوا دقران کریم په څو مبارکو ایاتونو شروع شوه د تیري ناستي راپور عرفان الله بیدار اولوست. په راپور د ارزوني پیل عزت الله ځواب وکړ، ځواب وویل بیدار دمخکي نه ګزارش ډیر ښه کړی، خو وخت لا پاتي دی چي بیدار دي ښه ګزارش لیکونکی شي. صیام دین پسرلي ګزارش او روان وبللو خو دګزارش په وخت نه لیکل یي جدي ستونزه وبلله.

 بازمحمد عابد وویل ګزارش که په وخت ولیکل شي ډیرې ښیګڼي دځان سره لري ترکومه بریده چي زه خبر یم په ختیځ ادبي بهیر مونوګراپ لیکل شوی، مونوګراپ لیکونکي ټول معلومات له ګزارشونو اخستي .عابد زیاته کړه ګزارش لیکل بهیر لپاره ډیر اهمیت لري.عابد وویل ګزارش کي زکر شوي و، چي عابد دځینو خبرو سره موفق نه و پکار وه، چي یوه بیلګه یي وړاندي شوی وی.

 

 ددي تر څنګ دنعمان دوست ادبي درس کې د کیسې شالید تم شوی په داسي حال کي چي هغه دکیسې ضمني برخه وه ددرس اصلي برخه دنوې کیسې ارونه و، پکار وه چي په دي برخه ډیر فوکس شوی وی .

دارزوني وروسته دکره کتني برخه شروع شوه.  دکره کتني لپاره محمد جان خقیقت خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړ، چي مطلعه یي وه :

نور بی حوصلي شوم دا دنیا دغمو ډکه ده

چیرته لاړ شم ځه وکړم لاره رانه ورکه ده

غبدالعزیز شجاع وویل دې ته ورته غزل مي مخکي اوریدلی چي داسي دی زړه مي تور شو دي دنیا نه چیرته لاړ شم څه وکړم ستړي شوم دغم ژړا نه چیرته لاړ شم ، خو عزت الله ځواب وویل مطلعه ساده او روانه ده او پورته غزل سره هیڅ تړاو نه لري.

 ویاند لومړی بیت ولوست چي داسي و:

 دا زما ګناه ده چي افغان یمه پښتون یمه

غم کي را ایسار یمه ناتوان یم جکرخون یمه

 څوک مو په یو نوم په بل نوم وژني وینه مو سپکه ده

 ځواب وویل زما په نظر دغزل فورم اولسي غزل ته ورته دی نومږړي په یاد بیت کي ځني دري لغاتونو ته په اشاري سره وویل باید شاعر کوشش وکړي، چي پښتو کلیمو نه کار واخلي. عابد بیا وویل چي زه ورته غزل نه سندره وایم نو پکار ده چي دسندري دلوستلو وروسته پري خبري وشي.

 ویاند نور بیتونه داسي ولوستل:

 داچي مو دخپل پلار او نیکه مزار ته نه پریږدي

دوي مو درخمان اوخوشحال خان دربار ته نه پریږدي

دوی لا خبر نه دي چي مو خاوره تر اټکه ده

دا چي څلور خوا ته مو اورونه دي راګیر یو

نشو تري وتلی ډیر غمونه دي راګیر یو

  وجه دنفاق ده ورورولي زمونږ نازکه ده

داوطن میرویس غواړي او هغه احمد خان غواړي

 ګوره حقیقته دا هم هغه امان خان غواړي

سر چي په وطن ږدي دافغان بچی بي شکه ده

 

همت مل هم دځني تکراري جملو راوړل ناسم وبلل، خو ځواب بیا د غزل ځني برخو ته په اشاري سره وویل چي دوه بیتونو کي نصیحت کړی پکار ده چي شعر کي نصیحت او نه شي په ټوله کي عابد په غزل خبري وکړي. نوموړي وویل چي یاد فورم ځواب اولسي یاد کړو خو زه یي سندره ګڼم دا فورم زما لپاره نوی دی ځکه تر اوسه ما داسي غزل نه دی لیکلی.

 دارزوني وروسته دغزل څښتن دریځ ته وبلل شو نوموړي دټولو بهیروالو مننه وکړه چي په غزل یي ورته مشوري ورکړي.

 دکره کتني وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه چي لسګونه تنو په کي خپل شعرونه وویل.

 دمشاعري وروسته دغونډي ارزونه عابد وکړه عابد په ټوله کي غونډه ښه وارزوله او زیاته یي کړه مونږ به جي کله مخکي بهیرونو کي ونډه اخسته په عادي وختونو کي به تر سلو تنو غونډه کي برخه اخسته خو دروژي میاشت کي به دا تعداد شلو نفرو ته راغلو دخوشحالۍ ځاي دی چي ختیځ ادبي بهیر هم تر ۸۰ زیات او کم غړي لري چي ډیرو یي نن غونډه کي برخه اخستي حال دا چي روژه او ګرمي دواړه یو ځاي دي.

 د ارزوني وروسته پریکړه وشوه چي راتلونکي اونۍ له به مخمود خزان په یو نوي چاپ شوي کتاب خبري کوي.

 غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده







July 27th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها